د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي پراختیا لوی رئیس سرپل ولایت ته سفر وکړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۵۳
651651

د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي پراختیا د لوی رئیس الحاج مولوي اول‌ګل ایوبي په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي سرپل ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې ریاست له چارواکو، د ښوونکو د مسلکي پراختیا برخې غړو او د ساینس مرکز له مسوولینو سره د یاد ولایت د ښوونیزو چارو په اړه غونډه وکړه.
نوموړي د پوهنې ریاست د مسووولینو او کارکوونکو له هڅو ستاینه وکړه او د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د ښوونې د کیفیت ښه والي او د ګډو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
د سرپل پوهنې رئیس مولوي رحمت‌الله جابر، د وزارت پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی سفر یې د ښوونیزو فعالیتونو د ارزونې، د همغږۍ پیاوړتیا او د ښوونکو د مسلکي پراختیا ملاتړ لپاره مهم وباله.
د سفر په پای کې، د نصاب او مسلکي پراختیا لوی رئیس د ښوونکو د وړتیا لوړونې له مسلکي ناستې، د پوهنې شوراګانو او د سرپل ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو له ښوونیزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه. همدارنګه، د ښوونیز کیفیت ښه والي، د شته ستونزو د حل، د ښوونکو د مسلکي پراختیا د خدمتونوپراختیا او د مرکز او ولایت ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه د دواړو لوریو ترمنځ نظریات او وړاندیزونه شریک او لازمې مشورې وړاندې شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۷
Background image

د پوهنې وزارت د نن ورځې مهمو کړنو ته لنډه کتنه

۱- د ګرمو سیمو او ولایتونو د نوي ښوونیز کال د پیل په مناسبت، د هلمند ولایت د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې او ښوونیزو مرستندویه کڅوړو وېش بهیر پیل شو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۱
Background image

په کابل ښار کې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت اداري دفترونه ترمیم او جوړ شول

 د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند یوه ۸ خونیزه ودانۍ د ۷۸۲ زره او ۴۷۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بیارغول شوې، چې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۴:۴۱
Background image

په پنجشېر کې د حصه اول ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت سره د درسي توکو مرسته وشوه

د غوره ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه، د یو تن علم‌پرور شخصیت ښاغلي غلام ایشان ملک‌زاده له لوري د پنجشیر ولایت حصه اول ولسوالۍ اړوند پوهنې له آمریت سره د ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت د. . .

BACK TO NEWS