د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو او پلان او پالیسۍ ریاستونو نوي رئیسان معرفي شول
د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست لپاره نوی رئیس مولوي حبیب الله مؤذن او د پلان او پالیسۍ ریاست لپاره نوی رئیس مفتي حبیب الله نوري، د یاد وزارت د دفتر د لوی رئیس شیخ محمد طاوس طارق له لوري د جلا جلا مراسمو په ترڅ کې د اړوندو ریاستونو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
په دغو مراسمو کې شیخ محمد طاوس طارق د دواړو ریاستونو کارکوونکو ته د نویو رئیسانو د معرفۍ ترڅنګ، د چارو پر ښه تنظیم، همغږۍ، د مسئولیت احساس، اطاعت او په ګډ کار ټینګار وکړ.
نوموړي وویل، چې د ادارو پرمختګ او د موخو د ترلاسه کولو لپاره د مسئولینو او کارکوونکو ترمنځ همکاري، همغږۍ او متقابل تفاهم مهم ارزښت لري.
همداراز، نویو رئیسانو هم د خپلو خبرو پر مهال ډاډ څرګند کړ، چې د خپلو مسئولیتونو د ښه ترسره کولو، د اداري چارو د لا ښه والي او د کارکوونکو سره د نږدې همغږۍ لپاره به جدي هڅې کوي.
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست د اطلاعاتو، رسنیزو اړیکو او عامه پوهاوي په برخه کې مهم مسئولیتونه پر مخ وړي او د پلان او پالیسۍ ریاست بیا د وزارت د ستراتیژیکو پلانونو، پالیسۍ جوړونې او پرمختیایي برنامو د تنظیم او تعقیب چارې سمبالوي.
