د پوهنې وزارت د مرکزي دارالعلومونو له آمرینو سره د همغږۍ او تجربو شریکولو غونډه جوړه شوه
د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معینیت د دارالعلومونو ریاست له لوري، د مرکزي دارالعلومونو له آمرینو سره د همغږۍ او تجربو شریکولو په موخه غونډه د دارالعلومونو د رئیس محترم الحاج مولوي عبد القدوس قدوسي په حضور کې جوړه شوه.
د یادې غونډې موخه د دارالعلومونو د کیفیت لوړول، د هغوی د عملیاتي پلانونو معیاري تطبیق او په اړوندو چارو کې د لا ښې همغږۍ رامنځته کول وو.
ګډونوالو په دې غونډه کې خپل نظرونه، وړاندیزونه او تجربې له یو بل سره شریکې کړې.
همدارنګه، په غونډه کې د ښوونیز نصاب پر تطبیق، د ځینو دارالعلومونو د لیلیو اړوندو ستونزو، زدهکوونکو ته د قرطاسیې او نورو اړینو توکو پر وخت برابرولو، د زدهکوونکو د وړتیاوو لوړولو، د علمي سفرونو تنظیم او د ساینسي علومو د تدریس لپاره د زمینې پر برابرولو او پراختیا بحث او نظرونه تبادله شول.
