د پوهنې وزارت د علمي څېړنو نوى رئیس معرفي شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۵
اتتتت

د پوهنې وزارت د علمي څېړنو نوی رئیس محترم مولوي محمدعثمان حريت، د یاد وزارت د کيفيت تضمين معين محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق له لوري د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د اړوند ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
په يادو مراسمو کې د کيفيت تضمين محترم معين د دغه رياست اړوندو کارکوونکو ته د نوي رئیس پېژندګلوۍ ترڅنګ، په دندو او چارو کې پر بشپړ اخلاص، تعهد، ښو اخلاقو، شفقت، همغږۍ، د مسئولیت احساس او اطاعت ټینګار وکړ. 
دغه راز نوموړي د علمي څېړنو رياست د پخواني رٸيس محترم مولوي عبدالحق حقاني د تېرو کړنو او خدمتونو ستاينه وکړه او له کارکوونکو يې وغوښتل چې د نوې رٸيس سره هم لکه د پخوا په شان خپلو همکاريو ته دوام ورکړي٠
د پوهنې وزارت د علمي څېړنو نوې رٸيس هم د مشرتابه له باور څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې په ټول توان او بشپړ تعهد سره به خپلې نوې دندې ته دوام ورکړي٠

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۷
Background image

د پوهنې وزارت د نن ورځې مهمو کړنو ته لنډه کتنه

۱- د ګرمو سیمو او ولایتونو د نوي ښوونیز کال د پیل په مناسبت، د هلمند ولایت د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې او ښوونیزو مرستندویه کڅوړو وېش بهیر پیل شو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۱
Background image

په کابل ښار کې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت اداري دفترونه ترمیم او جوړ شول

 د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند یوه ۸ خونیزه ودانۍ د ۷۸۲ زره او ۴۷۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بیارغول شوې، چې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۴:۴۱
Background image

په پنجشېر کې د حصه اول ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت سره د درسي توکو مرسته وشوه

د غوره ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه، د یو تن علم‌پرور شخصیت ښاغلي غلام ایشان ملک‌زاده له لوري د پنجشیر ولایت حصه اول ولسوالۍ اړوند پوهنې له آمریت سره د ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت د. . .

BACK TO NEWS