د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین له لوري د کابل ولایت په ولسوالیو کې د پوهنې آمریتونو تشکیلاتي کمښت په نمونوي توګه وارزول شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۱:۵۳
254

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل په داسې حال کې چې د یاد وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو یې ملتیا کوله، د مرکز او ولایتونو د پوهنې آمریتونو د تدریسي او اداري څانګو د تشکیلاتي نیمګړتیاوو ارزونې په موخه، د کابل ولایت چهارآسیاب او موسهي ولسوالیو ته ولاړ او د یادو ولسوالیو د پوهنې اداري جوړښت یې په نمونوي توګه وارزاوه.

د پوهنې وزارت معین او ورسره مل پلاوي د يادو ولسواليو د پوهنې له مسئولينو سره د ليدنو کتنو په ترڅ کې، د اداري او تدريسي تشکیلاتي جوړښت په اړه مفصلې خبرې وکړې.

یا پلاوي د تشکیلاتي جوړښت د ارزونې په ترڅ کې له مسئولینو سره د ښوونځیو د ودانیو کمښت او نورو درسي آسانتیاوو ته د زده کوونکو د نه لاسرسي په اړه خبرې وکړې او د حل په برخه کې یې د وزارت مشرتابه د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په پام کې ده، چې د اداري چارو د پرمختګ او تدریسي کیفیت لاښه والي په موخه، به د هېواد د ټولو ولایتونو د پوهنې ریاستونو له هر اړخیزې ارزونې وروسته لازمې پرېکړې وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۵۷
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې لپاره ۲ جریبه ځمکه وقف شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست څخه ترلاسه شوي راپورونه ښیي چې، د یاد ولایت شخیل‌آباد ولسوالۍ اوسېدونکو په دې وروستیو کې د ابوبکر صدیق «رضی الله عنه» لومړني ښوونځي جوړولو لپاره ۲ جریبه ځمکه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۵۳
Background image

د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د احصائیوي فارمټ نوی سیسټم پرانیستل شو

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت لخوا، د تعلیمي مرکزونو د ښوونکو او زده‌کوونکو د دقیقو احصائیو او ارقامو درلودلو په موخه، د معلوماتو مدیریت سیسټم (EMIS) کارپوهانو په همکارۍ، د ښوونکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۴
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی خوست ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د محترم مولوي بسم الله حسان په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي، د خوست ولایت په مرکز کې د پوهنې ریاست په منسوبینو سربېره، د ا.مارتي او خصوصي ښوونځیو له چارواکو سره د. . .

BACK TO NEWS