د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین د غزني ولایت د زنه خان ولسوالي له اړوندو مدارسو څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین شیخ مولوي سعیداحمد شهیدخیل په مشرۍ پلاوي چې په ترکیب کې یې د یاد وزارت د دارالعلومونو رئیس مولوي عبدالقدوس، د خصوصي زده کړو رئیس الحاج عبدالرحمن حمیدي او د تقنین او پالیسي رئیس مولوي محمد رحیم ایوب شامل دي، د غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زنه خان ولسوالي له اړونده مدارسو څخه لیدنه وکړه.
پلاوي په یاد سفر کې د زنه خان ولسوالي د لاندې مدارسو له تدریسي او اداري چارو څخه لیدنه وکړه او له هرې مدرسې سره یې یو ځانګړی مقدار مالي مرسته وکړه ترڅو ورباندې د اعاشې، اباتې او ترمیماتو په برخه کې موجودې اړتیاوې پوره شي:
۱-د ضیاء المدارس دارالعلوم ۲-فاضلیه مدرسه ۳-د خالد بن ولید( رضی الله عنه) مدرسه ۴-د شهداء صالحین دارالایتام ۵-احمدیه مدرسه ۶-د ابوعبیده بن جراح( رضی الله عنه) مدرسه ۷-د ملابابا مدرسه ۸-د منبع العلوم مدرسه ۹-د ارشاد العلوم مدرسه.
د پوهنې وزارت معین صاحب د یادو مدارسو له مسئولینو سره په مالي مرستې برسیره هغوی ته ځینې اړینې سپارښتنې هم وکړې او په علمي ډګر کې یې د هغوی هلې ځلې وستایلې.
