د پوهنې وزارت د سرچينو او اداري معين د سفرونو په دوام نن زابل او غزني ولايتونو ته په سفر ولاړ
د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري معين مولوي صبغت الله وصيل، ولایتونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، نن د زابل او غزني ولايتونو له پوهنې رئيسانو او مشرتابه سره وکتل.
د پوهنې وزارت د سرچينو او اداري معين په پيل کې د زابل له پوهنې رياست او مشرتابه سره دکتنې پرمهال، د ټولو ادارو تدريسي او اداري ارزونه وکړه.
نوموړي د ياد ولايت د پوهنې مشرتابه ټولې ستونزې او وړانديزونه واورېدل او هغوى ته يې د پوهنيز نظام د لاښه والي لپاره يو لړ سپارښتنې وکړې.
وروسته نوموړى غزني ولايت ته ولاړ او هلته يې د ياد ولايت د پوهنې رياست له ټولو آمريتونو او اداري څانګو څخه د کتنې پر مهال، په ياد ولايت کې د پوهنې په لاس ته راوړنو او ستونزو باندې هر اړخيزې خبرې وکړې او له پوهنيز نظام سره يې د دغه ولايت د پوهنې مشرتابه له هلو ځلو څخه د ستاينې ترڅنګ، هغوى ته د پوهنې وضعیت د لاښه والي په اړه يو شمېر لارښووني وکړې.
همدارنګه د غزني پوهنې رئيس په تېرو دوو لسيزو کې د ياد ولايت د لرې پرتو سيمو لپاره د ښوونځيو او مدارسو د پراختيا په برخه کې د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه دپاملرنې غوښتنه وکړه.
په ورته مهال، د دواړو لورو تر منځ، د نوي تشکيلاتي جوړښت د پلي کېدو په ګډون، د پوهنې وزارت د درې کلن ملي پلان په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.
په پاى كې د پوهنې وزارت د سرچينو او اداري معين د غزني پوهنې ریاست هر اړخيزه ارزونه وکړه او د دوی د ستونزو د حل ژمنه یې وکړه.
