د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی، غزني ولایت ته په رسمي لاړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۲:۴۳
شسزطظ\

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي غزني ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس، د پروګرامونو امرینو، اړوندو منسوبینو او د ښوونځیو له مدیرانو سره ځانګړې غونډه ترسره کړه.
غونډه د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د غزني ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د صورت او سیرت د سمون پر اهمیت خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د پوهنې ریاست به په دې برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.
ورپسې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مرستیال مولوي بسم الله حسان، د مسئولیت ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې هر شخص د خپل مسئولیت په اړه پوښتل کېږي. 
همدارنګه نوموړي د ښوونکو له هڅو څخه د ستاینې سربېره، د دیني او عصري زده‌کړو په برخه کې د هغوی پر اخلاص او تقوا ټینګار وکړ او ویې ویل چې ښوونکي کولای شي د زده‌کوونکو په اخلاقو، شخصیت او عقیده کې مثبت بدلون راولي. هغه زیاته کړه چې د هېواد پرمختګ د علماءکرامو او ښوونکو له مسئولانه رول سره تړلی دی.
د دعوت او ارشاد محترم مرستیال مسئولینو ته د پیغمبر صلی الله علیه وسلم مبارک حدیث یاد کړ چې پکې راغلي وو: ( څوک چې زما یو سنت، د امت د فساد په زمانه کې ژوندی کړي، هغه ته به د سلو شهیدانو ثواب ورکول کېږي او زیاته یې کړه، اساسي موخه یې د داسې متعهد، بااخلاقه او دینداره نسل روزل دي، چې د دین، ملک او ټولنې لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
یاده غونډه په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS