د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د لغمان ولايت له پوهنې منسوبینو، د ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو سره وکتل 

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۰:۵۴
54154

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د لغمان ولايت پوهنې ریاست منسوبینو، د ښوونځیو له مدیرانو او ښوونکو سره د همغږۍ او فکري تنویر په موخه ځانګړې غونډه وکړه.
په پيل کې د ياد ولايت د پوهنې ریاست ښوونې او روزنې محترم آمر خبرې وکړې او ورغلي پلاوي ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ، د پوهنې ریاست په لاسته راوړنو لنډه رڼا واچوله.
ورپسې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مرستیال محترم مولوي بسم الله حسان اوږدې، مفصلې او خورا اغېزناکې خبرې وکړې او څرګنده يې کړه:( دولتي دنده او مسٸولیت یو ستر امانت دی، که څوک په امانت کې خیانت کوي، نو دغه شخص به ماخوذ اخرت ګرځي). 
نوموړي زیاته کړه چې د عقیدې او ټولو اسلامي احکامو ترڅنګ ږیره او پګړۍ هم په اسلام کې یو ځانګړى اهمیت لري، باید عملي شي او هر مسلمان مکلف دى چې خپل سیرت او صورت په نبوي سنتو برابر کړي. 
هغه زیاته کړه چې ښوونکى بايد د زده کوونکي په شخصیت جوړونه کې ډېره هڅه وکړي او که مونږ د زده کوونکو عقیده جوړه کړو، نو ور سره سم د هغوى مفکوره، سیرت او شخصیت خپله جوړېږي.
د دعوت او ارشاد قدرمن مرستيال وويل: موږ که پوهنيزنظام جوړوو، په کار ده چې ښوونکى جوړ کړو او چې ښوونکى وروزل شو، نو زده کوونکى خپله جوړېږي او کله چې موږ زده کوونکى جوړ کړ، معارف مو خپله د پرمختګ تر معراجه رسېږي.
ياده غونډه په مبارکې دعائيې سره پاى ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS