د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو او د کابل ښار د علماوو شورا مرستیال له اماني لېسې څخه لیدنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۵:۳۵
4545

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په همغږۍ، د کابل ښار د علماوو شورا مرستیال شیخ ظاهر خان خادم په داسې حال کې چې د یاد وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د مسئولینو له لوري یې ملیتا کېدله، نن د اماني عالي لېسې له مسئولینو، ښوونکو، زده کوونکو او پرسونل سره وکتل.

د غونډې پرمهال، یاد پلاوي د ټولنې په اصلاح کې د دیني لارښوونو پر رول هراړخیزې خبرې وکړې او زده کوونکو ته یې لارښوونه وکړه، چې په خپلو ورځنیو چارو کې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد «صلی الله علیه وسلم» سنت او کړنلاره عملي کړي.

له بلې خوا د یادې لېسې مسئولینو هم ژمنه وکړه، چې د پوهنې وزارت د مشرتابه د لارښوونې له مخې به ځوانانو ته په اسلامي او ملي روحیه روزنه ورکوي او په خپل ورځني ژوند او چارو کې به د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد «صلی الله علیه وسلم» لارښوونې عملي کړي.

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۲:۳۵
Background image

د ولایتونو د پوهنیزو کړنو په تړاو څو لنډ خبرونه

میدان وردګ

د پوهنې په برخه کې یو همکار بنسټ د میدان وردګ ولایت په چک، نرخ او سیدآباد ولسوالیو کې، د ښوونځیو یو زره ۵۰۰ تنو ښوونکو ته د وړتیا لوړونې سیمینار جوړ کړ.

لغمان

د لغمان. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۲:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب لېسې د ودانۍ لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له لوري، د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند په حیدر کلي کې د «حیدر لېسې» د بنسټ ډبره، د یاد ولایت د پوهنې مشرتابه، دیني علماوو، د سیمه ییزو ادارو مسئولینو او قومي مخورو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۰:۷
Background image

د ولایتونو ځینو مهمو خبرونو ته لنډه کتنه

خوست

د خوست ولايت پوهنې رئيس مولوي فيض الله جمال حقاني، د اسمعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ د پوهنې له يو شمېر مسئولينو، علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او له هغوى سره يې د هېواد بچيانو د. . .

BACK TO NEWS