د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۳۰
54694

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد ریاست څارنیز ټیم، د پوهني وزارت له ۳ مرکزي ریاستونو څخه لیدنې وکړې او د یادو ادارو له مدیرانو او مسئولینو سره یې له نږدې وکتل.

په یادو لیدنو کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو له اړوندو ادارو څخه څارنه وکړه او هغوی ته يې د دعوت او ارشاد د نصاب تدریس په هکله لازمي سپارښتني وکړې.

همداراز د پوهنې وزارت د دعوت اوا رشاد ریاست مسئولین د کابل ښار د دولسمي اودویمي ناحیو اړوند ۹ بابه خصوصی تعلمي ښونیزو مرکزنو له مدیرانو سره لیدنې وکړي، چې د یادو لیدنو په ترڅ کې د پوهنې وزارت د دعوت اوارشاد ریاست له ټاکل شوي نصاب څخه څارنه وشوه او مسئولینو ته د دعوت او ارشاد ریاست د نصاب د تدریس په هکله لازمي سپارښتني وشوي.

همدارنګه د وزارت د مرکزی هستې جومات د تنګوالي له امله، کارکوونکو نه‌ شوای کولای چې په یو وخت کې لمانځه او درسونو ته حاضر شي؛ په همدې هکله د دعوت او ارشاد ریاست د وړاندیز او د وزارت مقام د شفقت له مخې، د جومات لپاره د ۳۴ متره په اوږدوالي او د اړتیا وړ عرض سره سرپناه، د ۳۸۸ زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت جوړه او د لمونځ کوونکو لپاره د استفادې په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

همداراز د پوهني وزارت د مرکزي هستې ټولو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ هم په نورمال ډول روانه وه.

په ورته مهال د ولایتونو له پوهنې ریاستونو او د کابل ښار پوهنې ریاست څخه ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې؛

په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم، د ښوونیزو مرکزونو منسوبینو ته د دعوت او ارشاد درسونو دوام درلود؛ لکه د پخوا په څېر، په مرکزي هسته کې د یو شمېر ریاستونو د کارکوونکو وضعیت له نږدې وارزول شو او هغوی ته اړینې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS