د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس په رسمي سفر هرات ولایت ته لاړ

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۴۱
طیبشیسب

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت د دارالعلومونو رئیس محترم مولوي عبدالقدوس قدوسي او ورسره مل پلاوی، د هېواد په لویدیځو ولایتونو کې د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره د وړتیا لوړولو ورکشاپ پرانیستلو او څارنې په موخه هرات ولایت ته ورسېد.

د دارالعلومونو رئیس لومړی د هرات ولایت له پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر سره وکتل او نوموړي ته یې د خپل سفر اساسي موخې تشرېح کړې.

ورپسې د هرات ولایت پوهنې رئیس له یاد پلاوي څخه د هرکلي ترڅنګ، د هر اړخیزې همکارۍ او د کاري پلانونو عملي کولو لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرولو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS