د پوهنې وزارت د بېلابېلو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې سیمینار دایر شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۸
dsf

د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادت‌نامو، د کابل ولایت او ښار د پوهنې، او دارالعلومونو ریاستونو کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې دوه ورځنی سیمینار د نتایجو او شهادت‌نامو د رئیس محترم مولوي عبدالقدیم محمد آخندزاده په حضور کې پیل شو.
د نتایجو او شهادت‌نامو رئیس ګډون‌والو ته د هرکلي ترڅنګ وویل، چې د دغسې ښوونیزو سیمینارونو جوړول د کارکوونکو مسلکي پوهې لوړولو، د همغږۍ او اجراآتو ښه‌والي، د علمي نظریاتو تبادلې، د انتقاد منلو روحيې پیاوړتیا او د منطقي استدلال ودې لپاره خورا مهم دي او زیاته یې کړه چې پورته ذکر شوي موارد د ستونزو اسانه کولو او حل سبب ګرځي او د یادو موضوعاتو په اړه یې په تفصیل سره خبرې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د ښوونځیو مسئولینو ته درې ورځنی سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو ته د «اغېزمنې زده کړې او ښوونې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یادې ولسوالۍ پوهنې مسئولین وایي، دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت په ښوونځیو کې مستحقو کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

یوې خیریه ادارې په سرپل ولایت کې د ښوونځیو ۴۰۰ تنو مستحقو کارکوونکو، ښوونکو او خدمتي کارکوونکو ته د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د خوراکي توکو کڅوړې ووېشلې.
د یادو مرستو د وېش مراسمو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۰
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین علمي اثر چاپ او خپور شو

د سترې محکمې د پخواني مرستیال او د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې اوسني معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني لخوا «د کورني نظام لارښود او د مېړه او مېرمنې د بېلتون احکام» تر سرلیک لاندې علمي. . .

BACK TO NEWS