د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین فاریاب ولایت ته ولاړ
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده د یو شمېر ښوونیزو چارو د ترسره کولو په موخه فاریاب ولایت ته ورسېد. نوموړي په داسې حال کې چې د فاریاب پوهنې رئیس مولوي محمد طاهر جواد یې هم ملتیا کوله، د دغه ولایت د مقام له مرستیال سره وکتل او د پوهنې وزارت د پلانونو په اړه یې خبرې او نظرونه تبادله کړل. په دې کتنه کې د پوهنې وزارت معین په دغه ولایت کې د پوهنیزو بنسټونو د پراختیا او د هېواد بچیانو لپاره د ښوونیزو چوپړونو د وړاندې کولو په برخه کې، د یاد وزارت پلانونه د والي له مرستیال سره شریک کړل، چې له مقابل لوري څخه ورسره د پلانونو د پلي کولو په برخه کې د هراړخیزې همکارۍ ژمنه وشوه. همدارنګه په هغه کتنه کې چې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د فاریاب ولایت له پوهنې رئیس سره درلوده، د خپل سفر بنسټیزې موخه: د تشکيلاتي ستونزو حل، د مدارسو د طلابو اعاشې برابرول او د دغه ولايت په تعليمي ادارو کې د تدريسي کيفيت لاښه والی وباله. دغه راز نوموړي له مسئولینو وغوښتل چې د پوهنې وزارت ښوونیز نصاب دې د یاد ولايت په مدارسو کې تدريس او د ديني او عصري زده کړو پراختيا يې يو له اساسي بنسټونو څخه وبلله او د هېواد د ماشومانو پر سالمې روزنې یې ټینګار وکړ. د يادو ناستو په پای کې د پوهنې مسئولينو له لوري یو لړ وړانديزونه، ستونزې او نظرونه مطرح شول، چې د حل په موخه ډاډ ورکړل شو.
