د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د کابل ښار اړوندو دارالعلومونو له آمرینو او استادانو سره وکتل
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله «آخندزاده» د کابل ښار دارالعلومونو له آمرینو او استادانو سره په لیدنه کې، پر یو شمېر مهمو مسایلو خبرې اترې وکړې.
په یاده غونډه کې، آمرینو او استادانو د خپلو وړاندیزونو او ستونزو وړاندې کولو سربېره، د نوي ۱۴۰۴ ښوونیز کال لپاره د خپلو ادارو پلانونه هم د اسلامي زده کړو له معین سره شریک کړل.
ورپسې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین، د غونډې د ګډون والو د نظرونو او وړاندیزونو له آورېدلو وروسته، هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې او وړاندیزونه به په خپل وخت سره حل شي او له پورته ذکر شویو چارواکو څخه یې وغوښتل، تر څو د یاد وزارت د پلانونو او پروګرامونو په پلي کولو کې جدي همکاري وکړي.
