د پوهنې وزارت خبرتیا د داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د یاد وزارت د ښوونځيو او املاکو د ساتنې او مراقبت ریاست د ۴ بابه کانټینونو د داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي او په لاندې ډول اعلانېږي:
۱- د پوهنې وزارت په مرکز کې ۲۵ متره مربع مساحت لرونکی کانټین، چې د (۵۰،۰۰۰) افغانیو په اندازه لومړنۍ میاشتنۍ کرایه لري.
۲- د کارته سخي سیمې، د اسلامي زده کړو په معینیت کې د ۲۵ متره مربع مساحت لرونکی کانټین، چې د (۳۰،۰۰۰) افغانیو په اساس لومړنۍ میاشتنۍ کرایه لري.
۳- د غزني سرای ته څېرمه د کارکوونکو چارو په لوی ریاست کې د ۲۵ متره مربع مساحت لرونکی کانټین، چې د (۵۰،۰۰۰) افغانیو په اندازه لومړنۍ میاشتنۍ کرایه لري.
۴- په شهادتنامو ریاست کې د ۲۵ متره مربع مساحت لرونکی کانټین، چې د کابل پوهنتون سویلي دروازې مخې ته په کارته ۴ کې موقعیت لري او لومړنۍ میاشتنۍ کرایې یې (۳۵۰۰۰) افغانۍ ټاکل شوې ده.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې غواړي پورته ذکر شوي کانټینونه کرایه کړي، کولی شي خپل غوښتنلیکونه د اعلان تر خپرېدو وروسته د ۲۱ ورځو په موده کې د لوړو زده کړو وزارت مخې ته په کارته چهار کې د پوهنې وزارت د ښوونځيو او املاکو د ساتنې او مراقبت ریاست ته وسپاري او شرطپاڼه ترلاسه کړي.
د داوطلبۍ غونډه به د اعلان له پای ته رسېدو وروسته د سهار په ۱۰ بجو د وزارت د ښوونځيو او املاکو د ساتنې او مراقبت په ریاست کې ترسره شي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست