د پوهنې وزارت امربالمعروف او نهی عن المنکر د انفاذ کمېټې لخوا یو ورځنی اصلاحي سیمینار دایر شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۶
ظزظز

د پوهنې وزارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر د انفاذ کمېټې له لوري، د یاد وزارت د مرکزي هستې شاوخوا ۲۶۰ تنو رئیسانو، آمرینو او مدیرانو لپاره یو ورځنی اصلاحي سیمینار ترسره شو.
دغه سیمینار د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا، اداري اصلاحاتو او د امربالمعروف او نهی عن المنکر د اصولو د تطبیق په موخه تنظیم شوی و، چې پکې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په محترم وزیر سربېره، د پوهنې وزارت مالي او اداري محترم معین، لوړپوړو مسئولینو، مرکزي رئیسانو، آمرینو او مدیرانو ګډون درلود.
د سیمینار په پرانیسته غونډه کې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین، محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، ګډون‌والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د اسلامي نظام له بنسټیزو موخو څخه یوه هم د امربالمعروف او نهی عن المنکر د کړنلارې پلي کول دي. 
نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت په چوکاټ کې یادې مهمې څانګې ته ځانګړی اهمیت ورکړل شوی، تر دې چې ورته ځانګړی قانون توشیح او د مشخصو اصولو او لارو چارو له مخې یې عملي چارې تنظیم شوې دي.
همداراز د پوهنې محترم معین ټینګار وکړ، چې د دولتي ادارو مسئولین مکلف دي، ترڅو اسلامي اخلاقو، اداري نظم او شرعي اصولو د مراعتولو ترڅنګ، په خپلو اړوندو برخو کې د اصلاح، عدالت او مسئولیت‌پذیرۍ روحیه لا پیاوړې کړي.
ورپسې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محترم شیخ محمد خالد حنفي په خپلو څرګندونو کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر ارزښت ته په اشارې سره وویل، چې د د یادې ادارې د کړنلارې سم او اغېزناک تطبیق کولای شي، د ټولنې د سالمېدو، اداري فساد د مخنیوي او د اسلامي اخلاقو د ترویج لپاره بنسټیز رول ولوبوي. 
نوموړي د پوهنې وزارت له مشرتابه او کارکوونکو وغوښتل، چې د خپلو مسلکي مسئولیتونو ترڅنګ، د اسلامي ارزښتونو د عملي کولو لپاره خپلو همکاريو ته لاپسې دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه اصلاحي سیمینار کې پر اداري اخلاقو، اسلامي مسئولیت، د کار د کیفیت لوړولو او د امربالمعروف او نهی عن المنکر د تطبیقي میکانېزمونو په اړه هر اړخیزې ویناوې وشوې او ګډون‌والو خپلې پوښتنې او نظریات هم له یو بل سره شریک کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۰
Background image

د کابل ولایت ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار جوړ شو

د کابل ولایت په ښوونیزو ادارو کې د عصري تعلیمي مېتودونو او علمي تدریسي سرچینو کارولو لپاره، د سروبي، شکردره، فرزه او ګلدره ولسوالیو په ښوونځیو کې د صنفي اصولو ښوونکو د مسلکي ظرفیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۵۸
Background image

په لوګر ولایت کې د ساینسي علومو ښوونکو لپاره مسلکي سیمینار ترسره شو

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د پوهنیز کیفیت ښه والي په موخه،  د یاد ولایت د ساینس او ​​کمپیوټر مضمونونو ۱۴۰ تنو ښوونکو لپاره د نویو علمي مېتودونو په اړه ۸ ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړ.
د یاد. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي جوړولو له پروسې څارنه وشوه

د غزني ولایت پوهنې ریاست د ښوونیزو بنسټونو د ساتنې، ترمیم او معیاري کولو په موخه، په واغظ ولسوالۍ کې د شهید عبدالکبیر ښوونځي جوړولو چارې له نږدې وڅارلې.
د یادې څارنې پر بنسټ دا څرګنده. . .

BACK TO NEWS