د پوهنې محترم وزیر له لوري د هرات ولایت یو بااستعداده ماشوم وستایل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۲:۴۲
طظز

د پوهنې وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي حبیب‌الله آغا له لوري، د هرات ولایت یو بااستعداده ماشوم، محمد امیري، چې په ریاضیاتو کې ځانګړې وړتیا لري او په ۸ بېلابېلو ژبو خبرې کولی شي، تشویق او وستایل شو.
د پوهنې وزارت محترم وزیر نوموړي ته ډاډ ورکړ چې د زده‌کړو په برخه کې به یې بشپړ ملاتړ کوي او سپارښتنه یې ورته وکړه چې په خپل ملک کې زده‌کړو ته دوام ورکړي، تر څو د اسلام، ملک او خلکو لپاره یو ګټور خدمتګار شخص وګرځي.
بلخوا، محمد امیري د پوهنې وزارت له مشرتابه او رهبري څخه د مننې تر څنګ وویل چې ټول وخت به په خپلو زده‌کړو تېروي او هڅه به وکړي چې خپلې علمي وړتیاوې لا پسې وغوړوي.
د یادونې وړ ده چې محمد امیري دا مهال ۹ کلن دی او لا یې رسمي زده‌کړې نه دي پیل کړې، خو له دې سره سره د لوړې ذهانت، استعداد او علمي وړتیاوو لرونکی ماشوم بلل کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په روان کال کې د لوګر ولایت پوهنې ریاست عواید له ۱۳ مېلیونو افغانیو څخه آوښتي

د لوگر ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په یولسو میاشتو کې یې په ټولیز ډول شاوخوا ۱۳ مېلیونه ۱۴۴ زره ۵۷۵ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
یاد عواید د دولسمو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۴۸
Background image

په دایکنډي ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو او آمرینو لپاره مسلکي ورکشاپ دایر شو

د دایکنډی ولایت پوهنې ریاست له لوري د “اغېزمنې زده‌کړې او ښوونې ترویج” تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی ورکشاپ، د ښوونکو د علمي او مسلکي کچې  لوړولو په موخه، د یاد ولایت د اشترلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۴۵
Background image

د ننګرهار ولایت له یو شمېر ښوونځیو سره د خلکو له لوري تر ۱۳۰ زره افغانیو زیاتې مرستې شوې دي

د ننګرهار ولایت معارف‌پالو خلکو له لوري، د یاد ولایت د کامې، کوزکونړ او روداتو ولسوالیو له څلور بابه ښوونځیو سره د ۱۳۳ زره افغانیو په اندازه نغدي مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې مسئولین. . .

BACK TO NEWS