د پوهنې محترم وزیر لخوا په میدان وردګ ولایت کې د ۹.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت یو باب دیني مدرسه پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۴:۱۳
sdfg

د میدان وردګ ولایت سید آباد ولسوالۍ په تنګي‌دره کې «د تعلیم القرآن دیني مدرسه» چې د ځايي خلکو په مالي ملاتړ د ۹.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې وه، د سیمې د ګڼ‌شمېر چارواکو، دیني‌علماءکرامو او د خلکو استازو په حضور کې د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا له لوري په رسمي ډول افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پوهنې محترم وزیر له ځایي خلکو څخه د قدردانۍ ترڅنګ، په ټولنه کې د علم او پوهې پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: پوهنې وزارت په ټول هېواد کې د پوهنیز نظام متوازن پرمختګ او پراختیا ته په قوي هوډ سره ژمن دی.

همدارنګه نوموړي ژمنه وکړه چې د دغې مدرسې لپاره به رسمي بستونه هم په پام کې ونیول شي.

د میدان‌وردګ ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت په وینا: یاده دیني مدرسه په اساسي ډول په ۲ پوړونو کې جوړه شوې، چې له ټولو اړینو اسانتیاوو سره ۱۲ درسي خونې لري او په پایله کې یې د طلابو لپاره مناسب او معیاري تعلیمي چاپېریال برابر شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۳۵
Background image

په بامیان ولایت کې یو شمېر ښوونځیو ته ښوونیز وسایل توزېع شول

د بامیان ولایت پوهنې ریاست خبر ورکوي، چې د یاد ولایت د یکاولنګ او یکاولنګ دوم ولسوالیو ښوونځیو ته ښوونیز وسایل او تخنیکي تجهیزات وېشل شوي دي.
دغه اقدام د یوه خیریه بنسټ په مالي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۲۵
Background image

په زابل ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو ته د درسي موادو کڅوړې ووېشل شوې

د پوهنې یو همکار بنسټ، د زابل ولایت د ښوونځیو له ښوونکو سره ۱۰۵۰ کڅوړې درسي موادو مرسته  وکړه، کوم چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۵۷۷ زره او ۹۲۰ افغانۍ اټکل شوی دی.
د یاد ولایت پوهنې ریاست د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۲۱
Background image

په خوست ولایت کې د ښوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د هغوی د تدریسي کیفیت ښه والي په موخه، د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ښوونکو لپاره تعلیمي او روزنیزې غونډې پیل کړې.
په یاد. . .

BACK TO NEWS