د پوهنې محترم وزیر د کندهار ولایت د مرکزي او ولایتي پوهنې چارواکو سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۴:۱۲
5454

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا، د یاد وزارت د تشکیلاتو د رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي او د کندهار ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي په ملتیا، د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمریتونو د پروګرامونو له مسئولینو او مسلکي پراختیا غړو سره ولیدل.
د کندهار پوهنې رئیس په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل: "پوهنه د هر ملت د ودې او بقا بنسټ دی. موږ ټول باید د علم خپرولو لپاره په ګډه کار وکړو."
ورپسې د پوهنې محترم وزیر په خپله مفصله وینا کې ګډون والو ته څرګنده کړه: "زه د کندهار پوهنې ریاست له هڅو او همغږۍ ستاینه کوم، زده کړه زموږ د اسلامي ټولنې د اصلاحاتو او پرمختګ اساس دی، موږ باید د علم، اخلاقو او تقوا ترکیب د خپل تعلیمي نظام هدف وګرځوو، د پوهنې چارواکو هر کار باید د اجر په نیت ترسره شي، ځکه چې دا د امت راتلونکی جوړوي، له همدې امله زه ټولو چارواکو ته مشوره ورکوم چې د ښوونکو د روزنې، زده کړې، کیفیت ښه کولو او د خلکو د همکارۍ راجلبولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړئ."
دغه راز د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس هم په خپله وینا کې وویل:"پوهنیز نظام د اداري نظم، حساب ورکولو او همغږۍ بنسټ دی. موږ هڅه کوو چې د هر ښوونکي،  ښوونځي او کارکوونکي دندې او مقامونه په روښانه توګه تعریف کړو، ترڅو د کار پروسه شفافه او اغېزمنه وي."
مراسم دعائیې په تلاوت سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS