د پوهنې محترم وزیر او مل پلاوي د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې له ریاست څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیبالله آغا، د اسلامي زدهکړو معین محترم الحاج مولوي کرامتالله آخندزاده او د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې له ریاست څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال، د پلاوي غړو د کلنیو ازموینو لپاره د پوښتنو د چاپولو بهیر له نږدې ولید او د یاد ریاست رئیس او کارکوونکي یې د ازموینو د چمتووالي او ترسره کولو په برخه کې وهڅول.
ټاکل شوې ده، چې دغه متمرکزې او یوشان ازموینې د کابل ښار سربېره په ۲۷ سړو سیمو او ولایتونو کې ترسره شي، چې په ترڅ کې به یې د لسمو ټولګیو زدهکوونکي په څلورو مضمونونو؛ اسلامي ښوونه او روزنه، ریاضي، کیمیا او لومړۍ ژبه کې او د کابل ښار د یوولسمو ټولګیو زدهکوونکي په شپږو مضمونونو؛ اسلامي ښوونه او روزنه، ریاضي، کیمیا، لومړۍ ژبه، بیولوژي او جغرافیه کې ازموینه ورکړي.
د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیبالله آغا متمرکزې ازموینې د ښوونیزو پایلو د ارزونې او د ازموینو بهیر د معیاري کولو لپاره مهمې وبللې.
نوموړي د دغو ازموینو د ښه ترسره کېدو په موخه لازمې لارښوونې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې د یاد بهیر د بریالي تطبیق لپاره به له اړوند ریاست سره لازمه همکاري وکړي.
د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو د ارزونې ریاست، د پوهنې وزارت د ازموینو اړوند مسوولې ادارې په توګه، هڅه کوي چې د ازموینو پوښتنې د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره ترتیب او چاپ کړي، څو د ازموینو بهیر په منظم، متمرکز او یوشان ډول ترسره شي.
