د پوهنې له ډکره د ځینو خبرونو لنډیز

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۳۷
طیطزرذ

لوګر

د پوهنې سره د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته، د لوګر ولایت مرکز اړوند د صلاح الدین ایوبي لومړني ښوونځي ۵۰ څخه زیاتو یتیمانو او بې‌وزلو زده‌کوونکو لپاره د کمپیوټر یو کلن روزنیز کورس پرانیستل شو.

پکتیکا

د پکتیکا ولایت د سر روضې ولسوالۍ فاروقیه سلطانو دیني مدرسې ته د یو خیرخواه لخوا د ۴۰ زره افغانیو په لګښت یو کمپیوټر او یو پرنټر ورکړل شو.

پنجشېر

د پنجشېر ولایت دیني مدارسو څخه له فارغ شويو ۲۴۹ تنه کامل الحافظانو څخه د ښوونیزې ارزونې په موخه، د پوهنې ریاست مسؤلینو لخوا ازموینه واخیستل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS