د پوهنې د اصلاحاتو ملي سمپوزیم د دریمې ورځې په پاې کې د ښوونې او روزنې۷شپږو تخصصي کاري ډلو د خپلو څيړنو پایلې وړاندې کړې
پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې د اصلاحاتو ملي سمپوزیم په دریمې او وروستۍ ورځ کې ۷ شپږو تخصصي کاري ډلو چې په وروستیو دریو ورځو کې يې اصلاحات په هره برخه کې وڅیړل، خپلې موندنې او پایلې یې د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي په شتون کې وړاندې او تشریح کړلې.
په دې شپږو کارې ډلو کې د مالي برخې اصلاحاتو، سیستمونو، عمومي زده کړو، ښوونیز نصاب او ښوونکي روزنې، سواد زده کړې او اسلامې زده کړې شاملې وې چې د پوهنې اصلاحاتو ملي سمپوزیم په وررستۍ ورځ کې یې د خپلو څیړونو پایلې د پوهنې وزیر او د ښوونې او روزنې له سترې کورنې سره شریکې کړې.
د هیواد پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د ښوونې او روزنې په سیستم کې د شپږو ۷تخصصي کارې ډلو او پوهنې کارکوونکو څخه د ستاینې ترڅنګ په دې موضوع ټينګار وکړ چې په دې سند به په جدې توګه کار دوام ولري ترڅو وکولای شو چې د دې سند هر ګام په یوه معلوم وخت کې پلي کړو.
پوهنې وزیر څرګنده کړه چې زمونږ هڅه او موخه داده ترڅو په ښوونه او روزنه کې د اصلاحاتو په راوړلو سره د کیفیت جوړونې، د ښوونې ګټور او غوره نظام جوړولو سبب وګرځو او د پوهنې لسیزې په وروستیو کې د ښوونې او روزنې یو غوره انځور ترلاسه کړو
