د پروان ولایت د یو شمېر ښوونځیو کارکوونکو لپاره روغتیایي روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د پوهنې مسئولینو په حضور کې د پروان ولایت مرکز په شمول د سیاهګرد او سیدخېل ولسوالیو د ۵ بابه ښوونځیو له ۲۵ تنو څخه زیاتو منسوبینو او ښوونکو لپاره " د اوبو، حفظ الصحې او پاکوالي" تر سرلیک لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د یاد ورکشاپ په پیل کې، د پروان ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي سید محمد فیضي، د اسلام مبارک دین له نظره د پاکوالي په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د ورکشاپ له موضوعاتو څخه ډېره ګټه پورته کړي او د هغو ګټې د ښوونځیو زدهکوونکو ته تشرېح کړي.