د ولایتونو پوهنې اړوند څو لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۱۲
151514

هلمند
په هلمند ولایت کې له ۷۰ تنو هغو افغان زده‌کوونکو څخه چې تازه له کډوالۍ راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د پوهنې مسئولینو وویل، له علمي ارزونې وروسته به دغه زده‌کوونکي د خپلو تعلیمي وړتیاوو له مخې اړوندو ټولګیو کې شامل شي.

غزني
په غزني ولایت کې، د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند د «شهید عبدالرحمن» دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو لپاره یو جریب ځمکه د سیمې د یوه سوداګر محترم حاجي جیلاني له لوري وقف شوې ده، چې ارزښت یې له یو مېلیون افغانیو څخه زیات اټکل شوی.

لوګر
د یو مرستندویه بنسټ له خوا په لوګر ولایت کې د ۲۹۰ بابه ښوونځیو ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره، د حفظ‌الصحې د مراعاتولو او د ناروغیو او انتاناتو د مخنیوي په موخه ۴۱ زره ۳۲۸ کلچې صابون مرسته ترسره شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۴۷
Background image

په هرات ولایت کې د ښوونځیو د صنفي اصولو ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو ورکشاپ ترسره شو.

د هرات ولایت مرکز په شمول د غوریان او پښتون زرغون ولسوالیو د ښوونځيو د صنفي اصول ۳۰۸ تنو ښوونکو لپاره «د اغېزمنې زده‌کړې او تدریس ته وده ورکول» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ، چې موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۱۵
Background image

په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د مدارسو د طلابو ترمنځ د سیالیو پایلې اعلان شوې

څه موده مخکې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت اړوند د مدارسو او دارالحفاظونو ریاست له لوري، د مدارسو د طلابو علمي کچې پیاوړتیا او د هغوی د پوهې بډاینې په موخه، د ننګرهار او لغمان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۱۲
Background image

د ولایتونو پوهنې اړوند څو لنډ خبرونه

هلمند
په هلمند ولایت کې له ۷۰ تنو هغو افغان زده‌کوونکو څخه چې تازه له کډوالۍ راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د پوهنې مسئولینو وویل، له علمي ارزونې وروسته به دغه. . .

BACK TO NEWS