د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره د څو خبرونو لنډیز

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۹:۳۳
6544

 بامیان
د بامیان ولایت ورس ولسوالۍ اوسېدونکو د یادې ولسوالۍ له ښوونځیو سره د ۲۶۹ زره ۸۰۰ افغانیو مرسته وکړه.
د یادې ولسوالۍ د پوهنې چارواکو په وینا، دا مالي مرسته د توکو پېرودلو او د تعلیمي اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره کارول شوې ده.

 پکتیا
د ښوونځیو شورا لخوا د پکتیا ولایت ګردې څېړۍ ولسوالۍ د پرانګي عالي لېسې سره د ۳۰ زره افغانیو مرسته وشوه.

ننګرهار
د پوهنې ریاست سره د یوې همکارې ادارې لخوا د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې له نصرت عالي لېسې سره د ۱۴ پایې کمپیوټرونو مرسته وشوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د ښوونځیو مسئولینو ته درې ورځنی سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو ته د «اغېزمنې زده کړې او ښوونې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یادې ولسوالۍ پوهنې مسئولین وایي، دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت په ښوونځیو کې مستحقو کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

یوې خیریه ادارې په سرپل ولایت کې د ښوونځیو ۴۰۰ تنو مستحقو کارکوونکو، ښوونکو او خدمتي کارکوونکو ته د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د خوراکي توکو کڅوړې ووېشلې.
د یادو مرستو د وېش مراسمو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۲۰
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین علمي اثر چاپ او خپور شو

د سترې محکمې د پخواني مرستیال او د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې اوسني معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني لخوا «د کورني نظام لارښود او د مېړه او مېرمنې د بېلتون احکام» تر سرلیک لاندې علمي. . .

BACK TO NEWS