د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
561561

پکتیا
د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ علم‌پروره خلکو لخوا د یادې ولسوالۍ له پوهنې آمریت سره ۲۸ زره افغانۍ مرسته شوې، چې د همدغه آمریت اړوند ودانۍ بیارغونې او د اړتیا وړ توکو پېرودلو لپاره کارول شوې ده.

زابل
د زابل ولایت پوهنې چارواکو په حضور کې د مرکز قلات ښار ۱۲۵ تنو ښوونکو لپاره د شیخ متي بابا په عالي لېسه کې ۳ ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.

سرپل
د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د ساینس او ​​ریاضي مضمونونو ۸۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره ۶ ورځنی سیمینار پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې چارواکو په وینا، دغه سیمینار د عملي مهارتونو ښه کولو، د تدریسي مېتودونو پیاوړتیا او د زده‌کړې پروسې معیاري کولو په موخه ترسره شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

په غزني ولایت کې د مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره مېتوديکي سیمینار جوړ شو

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۹ ورځنی ښوونیز سیمینار، د یاد ولایت په ۹ ولسوالیو کې د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره پیل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیا
د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ علم‌پروره خلکو لخوا د یادې ولسوالۍ له پوهنې آمریت سره ۲۸ زره افغانۍ مرسته شوې، چې د همدغه آمریت اړوند ودانۍ بیارغونې او د اړتیا وړ توکو پېرودلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۴
Background image

ارزګان ولایت کې د ښوونکو مسلکي ظرفیت لوړولو ورکشاپ پیل شو

د ارزګان ولایت پوهنې ریاست د ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ساینس او ​​ریاضياتو ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره شپږ ورځنی ورکشاپ پیل کړ.
یاد شپږ ورځنی ورکشاپ، چې د فزیک، کیمیا،. . .

BACK TO NEWS