د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه
بلخ
د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د ۶ بابه ښوونځیو او یوې دیني مدرسې د ۴۰۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د حق المبین او ا.مارت پېژندنې علمي سیالۍ په لاره واچول شوې، چې په پایله کې یې د پوهنې ریاست مسئولینو له خوا ۲۴ تنه ممتاز زده کوونکي وستایل شول.
خوست
د خوست ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا اړوندو بستونو ډکولو په موخه، له ۲۴۸ تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیستله.
ننګرهار
د پوهنې دوستو شخصیتونو له لوري، د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د کنډیباغ لېسې ۴۰۰تنو زده کوونکو لپاره د تقویتي زده کړو کورسونه جوړ شول.
