د هېواد په يو شمېر ولایتونو کې د دارالعلومونو او مدارسو د (4500) تنو زده کوونکو تر منځ «علمي سیالۍ» ترسره شوې
د هېواد په کندهار، ننګرهار، کندوز، بلخ او پکتیا ولایتونو کې، د دارالعلومونو او مدارسو د څه باندې 4500 تنو زده کوونکو ترمنځ، «علمي سیالۍ»د پوهنې وزارت او د يادو ولايتونو د پوهنې رياستونو په ګډه همکارۍ ترسره شوې.
د پوهني وزارت د اسلامي زده کړو معينيت مسئولينو، د یادو سیالیو اساسي موخه، د دارالعلومونو او مدارسو د زده کوونکو د علمي سویې لوړول وبلل.
د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئيس مولوي عبدالقدوس قدوسي، په کندهار ولايت کې د ياد وزارت له لوري بسته بندي شوې پارچې د زده كوونكو پر مخ پرانيستلې او څرګنده يې کړه چې له يادو سياليو يې
موخه، د زده كوونكو د استعدادونو پراختيا او د هغوى تر منځ د سالم رقابت رامنځته کولٖ دي.
نوموړي زياته کړه چې دا سیالۍ به د هېواد ټولو ولايتونو ته وغځول شي چې تر دې مهاله یې په کندهار، ننګرهار، کندوز، بلخ او پکتیا ولایتونو کې د دارالعلومونو او مدارسو له څه باندې 4500 تنو زده کوونکو څخه دا ډول آزموینې اخیستې او په خبره یې چې له لومړۍ تر لسمې درجې ممتازو زده کوونکو ته ډالۍ هم په پام کې نیول شوي دي.
ټاکل شوې ده، د یادو سیالیو پایلې په نیږدې راتلونکي کې د ولايتونو پوهني رياستونو اړوند د اسلامي زده کړو آمریتونو له لوري اعلان شي.
