د هېواد د دارالمعلمینونو استادانو د پوهنې وزارت د سرچينو او اداري له معين سره وکتل

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۶ - ۸:۴۷
123

د پوهنې وزارت نوې تشکيلاتي طرحې د تطبيق له مخې د ياد وزارت له اداري چوکاټ څخه د ښوونکو د روزنې ولايتي څانګو د منحل کېدو پر بنسټ، د هېواد په کچه د ښوونکو د روزنې يو شمېر استادانو او کارکوونکو د دې وزارت د سرچينو او ادارې له معين، مولوي صبغت الله وصيل سره وکتل او د ياد وزارت په چوکاټ کې یې د دغې علمي ادارې د ساتنې او دوام غوښتنه وکړه.
 فردين بهاوي د استادانو په استازيتوب، د ښوونکو روزنې رياست د پوهنې وزارت د کادرونو د ودې مرکز ګڼي او په خبره يې، د ياد وزارت له چوکاټ څخه د ښوونکو د څانګې جلا کېدل به په راتلونکي کې د مسلکي ښوونکو او نويو کادرونو د روزنې بهير له سستۍ سره مخامخ کړي. 
 نوموړي په داسې حال کې چې د ښوونکو او مامورينو د برخليک پر نشتوالي يې اندېښنه وښوده، د پوهنې وزارت له مشرتابه وغوښتل چې پر دې موضوع له سره غور وکړي.

 ورپسې د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې معين مولوي صبغت الله وصيل، یو ځل بیا د دارالمعلمینونو له استادانو سره د یادې ادارې د منحل کېدو پر لاملونو او عواملو خبرې وکړې. نوموړي په دې اړه یوه څلور کسیزه کمېټه د دارالمعلمین له استادانو او د سرچينو او ادارې  معينيت له مسئولینو څخه جوړه کړه، ترڅو په دې اړه د پوهنې وزارت له مشرتابه سره خبرې وکړي او لازم تصميمونه ونیسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

په څلورو ولایتونو کې د صرف او نحوې سیالي ترسره شوه

د طلابو د علمي وړتيا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري په کاپیسا، سمنګان، سرپل او اروزګان ولایتونو کې د صرف او نحوې مضمونونو ازموینه واخيستل شوه.
همدارنګه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۸
Background image

له ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

بغلان
د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ اړوند سید لولو آغا مدرسې لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د یوې لویې درسي خونې جوړولو چارې پیل شوې.

لوګر
په لوګر کې له دوو ښوونځیو سره ۱۰۷ زره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

په زابل کې د څلورو نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند هواري لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د څلورو درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادې پروژې چارې د. . .

BACK TO NEWS