د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخېستو د سلمې کلیزې په ویاړ د عامه پوهاوی غونډه جوړه شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۳ - ۱۰:۵۷
د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخېستو د سلمې کلیزې په ویاړ د عامه پوهاوی غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت_ارزګان : د پوهنې وزارت د رسمي لارښوونې له مخې د ارزګان ولایت د پوهنې ریاست په نوښت د هېواد د خپلواکۍ جشن د نمانځلو لپاره د عامه پوهاوی غونډه جوړه شوه.
په هغه غونډه کې چې په همدي موخه جوړه شوي وه د ارزګان ولايت مرستيال والي، دپوهنې رییس میرزامحمد سالارزیی، دارزګان ښاروال، د اطلاعاتو فرهنګ رييس، د بشري سرچينو رييس، د رسنېو استازو، مدني فعالانو، قومي مشرانو او د ښوونځيو ښوونکو او زده کوونکوګډون کړى وو. 
په ياده غونډه کې د غازي امان الله خان په ژوند، کارنامو او استقلال په ترلاسه کولو باندې بحثونه وشو، علمي مقالې او حماسي ترانې ولوستل شوى او نوې نسل د خپلو نومياليو په کارنامو باندى خبر شوه.
د افغانستان خپلواکي په ۱۲۹۸ لمریز کال کې چې له ۱۹۱۹ میلادي کال سره سمون خوري بېرته اخېستل شوې ده. 
د افغانستان استقلال شاه امان الله خان د بریتانیا له حکومته تر لاسه کړی، چې دغه ورځ هر کال په ټول هېواد کې لمانځل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS