د هیواد ۹ ولایتونو ته د دریمې ژبې د درسي کتابونو ویش
پدې وروستیو کې د ازبکي، ترکمني، پشه یي، نورستاني، شغناني، واخاني، بلوڅي او ګجري ژبو ۷۲۷۳۶ ټوکه درسي کتابونه بدخشان، بلخ، جوزجان، سمنګان، کنړ، لغمان، نورستان، ننګرهار او نیمروز ولایتونو ته ویشل شوي دي.
همدارنګه، د دریمې ژبې د ۹۲۳۳۲۹ ټوکو درسي کتابونو د چاپ تړون لاسلیک شوی، چې له ۱-۹ ټولکیو کتابونه پکې شامل دي او په ۱۴۰۰ نوي تعلیمي کال کې به وویشل شي.
