د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونځیو زدهکوونکو لپاره د ۱۰۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د درسي موادو وېش لړۍ پیل شوه

د سرپل، بدخشان، پنجشېر او میدان وردګ ولایتونو د ښوونکو او د صنفی اصولو زدهکونکو لپاره د درسي موادو وېش پروسه د یادو ولایتونو پوهنې چارواکو په حضور کې پیل شوه.
په پورته ذکر شويو موادو کې: د لومړنیو ښوونځیو زدهکوونکو لپاره د درسي موادو کڅوړې، د ښوونکو لپاره ځانګړي بستې، د ښوونځیو اداري موادو کڅوړې، خېمې او نور اړین توکي شامل دي؛ چې د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې له لوري چمتو شوي او ټاکل شوې ده، د همدغو ولایتونو په ټولو برخو کې ښوونکو او زدهکوونکو ته ووېشل شي.
د پورته ذکر شویو ولایتونو د پوهنې چارواکو په وینا؛ د دې تعلیمي کڅوړو په وېشلو سره، د لومړنیو ښوونځیو درسي سرچینو ته د لاسرسي ستونزې حل او په محرومو سیمو کې به د زدهکړې کیفیت لالوړوالي لپاره یو مهم ګام پورته شي.