د هلمند ولایت د شهید عبدالصمد روحاني لیسې اداري شورا سلګونه جلده کتابونه راټول کړي دي
د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند ولایت د پوهنې ریاست اړوند د ټولنیز خوځښت او شوراګانو مدیریت له لوري دشهید عبدالصمد روحانې لیسې د ادارې شورا د یاد ښوونځي د شورا، ښوونکو، زده کوونکو او د زده کوونکو د والدینو په مرسته له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پوري ۲۳۹۵ جلده بیلابیل کتابونه راټول کړي دي.
یاد کمپاین چي تېر کال هم تر سره شوی و، په پایله کي یي ۶۷۳۵ جلده کتابونه راټول شوي وه، د کتاب راټولو یاد کمپاین اوس هم د ښوونځي د ادارې شورا او زده کوونکو د والدینو په مرسته دوام لري، د یادي لیسې مدیر سیداحمد الفت وایي چي د کمپاین په ترڅ کي د راټولو شویو کتابونو د وېش لړۍ یي هغه زده کوونکو ته پیل کړې چي درسي کتابونه نه لري.
د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي هم په زرګونه جلده کتابونه د زده کوونکو په مټ راټول شوي دي.
