د هلمند ولایت د زده کوونکو تر منځ د پوهنې د ستوري سیالۍ پای ته ورسیده

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۱ - ۱۳:۵۰
د هلمند ولایت د زده کوونکو تر منځ د پوهنې د ستوري سیالۍ پای ته ورسیده

د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند ولایت د پوهنې ریاست له لوري د پوهنې د ستوري معلومولو سیالۍ چي یوه اونۍ وړاندي پیل شوي وې وه د غربي لښکري بازار هلکانو ښوونځۍ کي یادي سیالۍ پای ته ورسیدې.
د پوهنې د ستوري په یاده پای غونډه کي د هلمند پوهنې رئیس تر څنګ د یو شمیر ادارو مسؤلینو، د ښوونځۍ مدیر، ښوونکو او زده کوونکو پکي برخه درلوده.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري وویل چي زده کړه پر نارینه او ښځینه فرض ده، او ټول ښوونکي هڅه کوي چي خپل زده کوونکو ته په ښه ډول زده کړه انتقال کړي.
ښاغلي صفاري وویل چي د یادو سیالیو په ترسره کولو سره زده کوونکي نور هم هڅول کیږي چي خپلي زده کړي تعقیب کړي.
د یادوني وړ ده، چي د سیالۍ په پایله کې د غربي لښکري بازار ښوونځۍ څلور تنو زده کوونکو باالترتیب لوموړي ، دوهم ، اودریم مقامونه ترلاسه کړل چي له دې جملې نه دوه تنه یی دوهم نمره ونومول شوه.
د یادوني وړ ده چي د غونډي په وروستۍ برخه کي هغه مډال چي د لیسې ذکور لوبډلې ته د افغانستان د فوټبال فدراسیون لخوا ورکول شوی وو د هلمند پوهنې رئیس ته ډالۍ کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS