د هرات ښار په یو باب لېسه کې علمي او کلتوري نندارتون پرانیستل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۱:۳۹
VZX

د هرات ښار په بابا زنګي عطاء عالي لېسه کې د زده‌کوونکو د استعدادونو پېژندلو لپاره یو علمي، کلتوري او تعلیمي نندارتون پرانیستل شو.

د یاد نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې، د هرات ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت الله جابر د زده‌کوونکو د علمي نوښتونو او وړتیاوو د ستاینې په ترڅ کې، د داسې پروګرامونو ترسره کول د دوی د علمي، فکري او تعلیمي ودې لپاره مهم او اغېزمن وګڼل.

دغه راز نوموړي د دغې لېسې د زده‌کونکو، ښوونکو او مسئولینو له هڅو ستاینه وکړه او د دغه ډول نندارتونونو په دوام یې هم ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې یاد نندارتون به دوه ورځې دوام وکړي او د زده‌کوونکو لسګونه علمي، کلتوري او تعلیمي اثار به نندارې ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې ریاست لخوا، خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې

یو خیریه بنسټ د هرات ولایت د مرکز په شمول انجیل او گذره ولسوالیو د ښوونځیو شاوخوا ۹۴۰ تنو خدماتي کارکوونکو ته د خوراکي توکو مرستندویې کڅوړې ووېشلې، چې په یادو بستو کې اوړه، غوړي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۵۷
Background image

برگزاری مراسم اختتامیه مسابقات حسن قرائت قرآن کریم شاگردان مدارس و مکاتب شهر کابل

 مراسم پایانی مسابقات حسن قرائت قرآن عظیم الشان میان ۱۶ تن شاگردان برتر مدارس و مکاتب شهر کابل برگزار شد.
  در این مراسم با شکوه، محترم الحاج مولوی صبغت الله وصیل، معین مالی و اداری،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۸
Background image

مطبوعاتي بلنليک 

د کابل ولایت پوهنې ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د پوهنې وزارت مسٸولینو، د کابل ولایت مقام استازو، دیني علماءکرامو، معززو مېلمنو او استادانو په حضور کې، د کابل ولايت د. . .

BACK TO NEWS