د هرات ولایت پوهنې ریاست ته ۷ جرېبه ځمکه وقف شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۹:۱۶
25125

د هرات ولایت پوهنې مینه والو په تېرو دوو میاشتو کې پوهنې ریاست ته د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت څه د پاسه۷ جرېبه ځمکه وقف کړه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت الله جابر د پوهنې په برخه کې د خلکو ملاتړ څخه د مننې په څرګندولو سره وویل چې مرسته شوې ځمکه د رباط‌سنګي او زیر‌کوه په ولسوالیو کې د سیمه‌ییزو خلکو لخوا د ښوونځیو جوړولو لپاره ورکړل شوې دي.
نوموړي په ​​خپله وینا کې پوهنې ته د ځمکې ورکول صدقه‌جاریه نېک عمل وباله او له خلکو یې وغوښتل چې له پوهنې ریاست سره مادي او معنوي مرسته وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له کارکوونکو څخه د دیني مضمونونو په برخه کې ازموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د ځانګړي پلان له مخې، د «معاملاتو» تر سرلیک لاندې د لومړۍ او دویمې برخې ازموینه، په یو وخت کې د یاد وزارت د مرکزي هستې او نورو ریاستونو له کارکوونکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۴۳
Background image

د دایکنډي ولایت په ۳ ولسوالیو کې د ښوونځيو ښوونکو او مسئولینو لپاره روزنیز ورکشاپونه جوړ شول

د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست له لوري د «اغېزمن تدریس او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځني روزنیز ورکشاپونه، د یاد ولایت د سنګ‌تخت، بندر، اشترلي او میرامور ولسوالیو د ښوونځيو د ۱۰۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۳۸
Background image

د مرکز او ولایتونو په ښوونیزو مرکزونو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د تعلیمي بنسټونو په انګړونو کې د شنو ساحو رامنځته کولو په موخه، چې بې له شکه د زده‌کوونکو د رواني آرامتیا سبب ګرځي او د زده‌کړې بهیر پیاوړی کوي، اوس د پسرلي موسم په رارسېدلو سره د ملک. . .

BACK TO NEWS