د هرات ولایت د پوهنې نوی رئیس معرفي شو
د افغانستان.ا.ا. د ریاست الوزراء عالي مقام په منظورۍ او د پوهنې وزارت په وړاندیز، د یو لړ هغو مراسمو په ترڅ کې، چې پکې د هرات والي شیخ الحدیث مولوي نوراحمد اسلام جار، د دولتي ادارو يو شمېر رئيسانو او د پوهنې رياست کارکوونکو ګډون درلود، مولوي رحمت الله جابر د هرات ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه معرفي او خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو.
د هرات والي په دولتي ادارو کې بدلون او تقرر يو اساسي اصل وباله او د هرات د پوهنې نوي رئیس ته يې د برياليتوب هيله او د یاد رياست د پخواني رئیس مولوي عبدالله اميني له هلو ځلو او خدمتونو يې مننه او قدرداني وکړه.
د هرات د پوهنې نوي رئیس مولوي رحمت الله جابر په خپلو خبرو کې، د .ا.ا.ا. له عالي رهبرۍ په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت مشرتابه له اعتماد او باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د یاد ولایت په ښار او ولسوالیو کې به د هېواد د بچیانو لپاره د لا زیاتو زده کړو په برخه کې له هېڅ راز هڅو څخه درېغ ونه کړي.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
