د نیمروز ولایت په فروخي لېسه کې د بیولوژي په برخه کې علمي سیالي ترسره شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۷ - ۱۲:۲۸
د نیمروز ولایت په فروخي لېسه کې د بیولوژي په برخه کې علمي سیالي پیل شوه

د نیمروز ولایت د فروخي عالي لېسې د اووم او نهم ټولګي د زده کوونکو ترمنځ د بیولوژي په برخه کې د علمي سیالیو د پای مراسم د پوهنې  رئیس مولوي یار محمد حقیار یو شمېر دیني عالمانو، قومی مخورو، ملی سوداګرو او د زده کوونکو د والدینو  په حضور کې ترسره شول. 
غونډه د کلام الله په تلاوت سره پیل شوه او په علمی لیکچرونو، شعرونو او مقالو سره یې دوام وکړ.
د پوهنې رييس مولوي يارمحمد حقیار په بشري ټولنو او په ځانګړې توګه زموږ په ګران هېواد کې د زده کړې پر اهميت او اړتيا خبرې وکړې او زده کوونکي يې د لا زده کړو په موخه د دینی علومو تر څنګ عصری علومو  ته وهڅول او له زده کوونکو يې وغوښتل چې په دا ډول علمي پروګرامونو کې برخه واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS