د نیالګیو کینولو کمپاین "زما ښوونځي، زما نیالګي" په ننګرهار ښوونیز مراکزو کې پرانیستل شو.
د نیالګیو کینولو کمپاین د جلال اباد ښار اړوند د عبدالوکیل هلکانو په لېسه کې پيل شوه، په یادو مراسمو کې د ننګرهار پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت "حقاني" او یوشمیر لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو.
د پوهنې رئیس په خپلو خبرو کې یاده کړه چې د ننګرهار زراعت ریاست له پوهنې ریاست سره د ۳۱۰۰۰ مثمر او غیر مثم رو نیالګیو سهم ورکړی، چې یاد نیالیګي به د ننګرهار اړونده ۲۲ ولسوالیو ښوونځیو ته په مساوي ډول وویشل شې.
پوهنې رئیس د ولسوالیو او ښوونځیو آمرینو، ښوونکو او زده کوونکو څخه وغوښتل چې د پسرلي په رارسیدو سره په خپلو سیمو کې یو نیالګي د ځان او یو نیالګی د خپل هیواد لپاره وکرئ او تری لازمه ساتنه وکړئ څکه چې نباتات د انسانانو او حیواناتو لپاره د غذایې مواد د تهیه کولو ترڅنګ د اکسجن او د چاپیریال په ښکلا کې مهم رول لوبوي.
