د ننکرهار په کوټ ولسوالۍ کې د یو ښوونځي ودانۍ ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه
د پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ د سه پای ليسې نوې جوړه شوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ښوونځي نوې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړنو کې د ۲۴ میلیونو افغانیو په مالي لګښت د ښار جوړونې وزارت له لوري د ۸ میاشتو په موده کې جوړه شوې، چې ۱۶ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، لس غرفې تشنابونه، د پاکو اوبو څاه، د احاطې دیوال او نورې اړوندې ټولې آسانتیاوې لري.
په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل، چې د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري په ګډون یې ګڼ شمېر نظامي او ملکي مسؤلینو قومي مخورو او د یاد ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
د ننګرهار والي په خپلو خبرو کې د ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانېستو له امله د سیمې اوسېدونکو ته مبارکي وویله او د سيمې له خلکو يې وغوښتل چې په ساتلو او ښې ګټې اخيستنې کې يې مسئولينو سره همکاري وکړي.
د پوهنې رییس حسیب الله شینواری د کوټ ولسوالۍ ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د اولادونو لپاره به یې د باکیفیته زده کړو اسانتیاوې برابرې او په دې برخه کې له پخوا هڅې ګړندۍ کړي دي. نوموړي په روان کال کې له معارف سره د ولس مرستې او همکارۍ وستایلې او په راتلونکي کې یې هم د ورته همکاریو غوښتونکی شو.
