د میدان وردګ ولایت ۲۸ بابه ښوونځیو سره له ۱.۵ مېلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې
د میدان وردګ پوهنې ریاست چارواکو په وینا، د یاد ولایت عام ولس له لوري د ۱۴۰۴ لمریز کال په غبرګولي میاشت کې، د سید آباد، جغتو، نرخ، مرکز او د بهسود حصه اول ولسوالیو ۲۸ بابه ښوونځیو سره د ۱ مېلیون ۵۱۸ زره ۴۳۵ افغانیو په اندازه مالي مرسته شوې.
یادې مرستې چې د خیرخواه او علم دوسته خلکو له خوا په رضاکارانه ډول ورکړل شوې، د پورته ذکر شویو ادارو لپاره د اړینو اسانتیاوو د ترمیم او جوړولو، د اوبو څاګانو کیندلو او د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو په برخو کې لګول شوې دي.
همدارنګه د روان لمریز کال په لومړۍ ربع کې، د ښوونځیو شوراګانو په هڅو او د خلکو مالي ملاتړ سره، په ټولیزه توګه ۷ مېلیونه ۷۹۵ زره ۹۱۹ افغانۍ پوهنې ریاست ته ورکړل شوې، چې د ښوونځیو په تدریسي او اداري څانګو کې مصرف شوې دي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېوادوالو له مادي او معنوي ملاتړ، په ځانګړې توګه د میدان وردګ ولایت علم پروره خلکو له مالي مرستې څخه مننه او قدرداني کوي.
