د میدان وردګ ولایت له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۵
zxczxc

* د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند یوه خیرخواه او معارف‌پال شخص له لوري، د کفتان تاج محمد خان عالي لېسې سره سل زره افغانۍ مرسته شوې ده او یادې پیسې د ښوونځي د ترمیم او بیارغونې په چارو کې لګول شوې دي.

* د همدغه ولایت د چک ولسوالۍ د کریم شهید لېسې لپاره، د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۲۳ زره افغانیو په لګښت د اوبو یو حوض جوړ شوی، ترڅو د ښوونځي انګړ زرغون او ښایسته وساتل شي.

* د یوه بل خبر له مخې؛ د همدې لېسې د دولسمو ټولګیو فارغانو، د خپلې لېسې ۵۳ تنه یتیمو او بې‌وزله زده‌کوونکو ته د ۲۲ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت د ښوونځي جامې اخیستي او وېشلې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۶
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د دیني مدارسو له طلابو سره د جامو مرسته وشوه

د میدان وردګ ولایت په ۳۳ بابه دیني مدارسو کې پر ۱۲۵۰ تنو طالب العلمانو د یوه خیریه بنسټ له لوري د جامو مرسته ووېشل شوه.
د پوهنې مسوولینو په وینا، د جامو په دغو مرستندویه کڅوړو کې کمپلې،. . .

BACK TO NEWS