د لوګر ولایت ښوونځیو ته د ۲.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت لابراتواري مواد ووېشل شول
د لوګر ولایت پوهنې ریاست رهبرۍ په حضور کې د زدهکوونکو عملي زدهکړو پیاوړتیا په موخه، د یاد ولایت د ۷۵ بابه ښوونځیو لابراتوارونو ته، د ۲.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت اړین لابراتواري توکي ووېشل شول.
په دغو توکو کې د ساینس او ریاضي مضمونو پورې اړوند ۷۵ ډوله تجربوي وسایل او مواد شامل دي، چې د تدریسي کیفیت لاښهوالي او زدهکوونکو ته د عملي ښوونې او روزنې فرصتونو برابرولو په موخه چمتو شوي دي.
