د لوګر ولایت په یو ښوونځي کې د څښاک پاکو اوبو څاه کیندلو چارې پیل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۲:۴۵
سشی

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند محمد جان‌خان لېسې لپاره د څښاک پاکو اوبو د یوې ژورې څاه کیندلو کارونه پیل شول.
د پوهنې ریاست مسوولین وایي: یاد څاه د یوه معارف‌پال شخص په مالي مرسته کیندل کېږي، چې ۷۰ متره ژوروالی، د اوبو ایستلو لپاره د لمریزې برېښنا شبکه، د لاسونو مینځلو ځانګړي ځایونه او د اوبو ذخیره به ولري.
ټاکل شوې ده، د دغې پروژې چارې به په دوو اوونیو کې بشپړې او شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت به پرې راشي، چې په جوړېدو سره به  یې۴۰ تنه ښوونکو او ۱۸۴۵تنه زده‌کوونکو ته د څښاک صحي او پاکې اوبه برابرې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۱
Background image

په کابل ښار کې څه د پاسه ۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د کابل ښار اړوند تاجور سلطانه عالي لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۴ میلیونه، ۹۳ زره او ۸۰۶ افغانیو په ټولیز لګښت، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته. . .

BACK TO NEWS