د لوګر ولایت د یو شمېر ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ علمي سیالۍ پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۱:۴۴
ظظظظ

"د زده‌کوونکو د نوښتونو او اختراع‌ګانو پېژندلو لپاره د ساینس او ​​ریاضي اولمپیاډ پروژې" تر سرلیک لاندې علمي سیالۍ د لوګر ولایت په مرکز او شپږو ولسوالیو کې پیلېږي.
یادې سیالۍ د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست لخوا د زده‌کوونکو له لوري د جوړ شويو وسایلو او اختراعاتو پېژندلو او د هغوی د لا هڅولو په موخه تنظیم شوي دي.
په دې سیالیو کې د لوګر ولایت د ښوونځیو د نهم څخه تر دولسم ټولګي پورې شاوخوا لس زره زده‌کوونکو برخه اخیستې ده، هغوی خپل اختراع شوي وسایل د پوهنې چارواکو ته معرفي کوي، چې غوره شوې اختراع ګانې د کمېټې لخوا تر ټاکنې وروسته د نندارې لپاره مرکز ته لیږدولو کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۵:۶
Background image

د قرارداد ورکولو پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، ټولو کسانو ته خبر ورکول کېږي، د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د یاد وزارت د خدماتو ریاست د اړتیا له مخې  د ۱۰ قلمه قرطاسیه موادو او وسایلو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۱:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند د چهل دختران لېسې د ودانۍ بنسټ ډبره د سیمه‌ییزو خلکو د ۵ مېلیونه افغانیو په مالي مرسته د پوهنې چارواکو، قومي مشرانو، ښوونکو او د ښوونځي د زده‌کوونکو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۱:۴۴
Background image

د لوګر ولایت د یو شمېر ښوونځیو د زده‌کوونکو ترمنځ علمي سیالۍ پیل شوې

"د زده‌کوونکو د نوښتونو او اختراع‌ګانو پېژندلو لپاره د ساینس او ​​ریاضي اولمپیاډ پروژې" تر سرلیک لاندې علمي سیالۍ د لوګر ولایت په مرکز او شپږو ولسوالیو کې پیلېږي.
یادې سیالۍ د پوهنې. . .

BACK TO NEWS