د لوګر د ۱۰ ښوونځیو د میزونو او څوکیو ستونزه هواره شوه
د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت لسو ښوونځیو ته د ۷۵۸ میزونو او څوکیو په جوړولو سره د زده کوونکو د میزونو او څوکیو ستونزه هواره شوه.
یاد میزونه او څوکۍ د پوهنې وزارت د پراختیایي بودجې له لارې د شاوخوا ۳،۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.
دغه میزونه او څوکۍ د خوښۍ،شاه مزار،سجاوند،آبچکان،ډبرو او شاکي کلاه د هلکانو او د محمدآغې،شش کلاه،پورک او جرنیل د نجونو ښوونځیو ته برابرې شوې دي.
د نوموړو میزونو او څوکیو په جوړولو سره د ۱۲۰۰ نجونو په ګډون د ۴۵۴۸ زده کوونکو د میزونو او څوکیو د نشتون ستونزه هواره شوه.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي یادو ښوونځیو ته د میزونو او څوکیو د سپارلو پر مهال له زده کوونکو د میزونو او څوکیو د ساتنې غوښتنه وکړه.
هغه وویل،چې په راتلونکې کې به د پوهنې وزارت او مرسته کوونکو موسسو په مالي مرسته یو شمېر نورو ښوونځیو ته هم میزونه او څوکۍ جوړ کړي.
د یادونې وړده،چې له دې مخکې هم پوهنې وزارت د لوګر یو شمېر نورو ښوونځیو ته میزونه او څوکۍ برابرې کړې دي.
