د لوګر د پوهنې نوي رئیس په کار پیل وکړ
د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر د پوهنې نوي رئیس په رسمي ډول خپل کار پیل او هم د دغه ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه والي محمد اجمل شاه پور، د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي، د پوهنې مخکني سرپرست رئیس نثار احمد سیدي او یو شمېر نورو محلي چارواکو برخه اخیستې وه.
د پوهنې نوی ټاکل شوی رئیس سید عزیز احمد (هاشمي) نومیږي، چې له دې مخکې د تېرو اتو میاشتو راپدېخوا د فراه د پوهنې رئیس و.
نوموړی د پوهنې وزارت د وړاندیز پر اساس او د ولسمشر د ۲۱۳۱ ګڼې حکم له مخې له فراه څخه لوګر ته تبدیل شوی دی.
هغه د څلورو کلونو لپاره د خوست د پوهنې رئیس، د دوه نیمو کلونو لپاره د کابل د پوهنې رئیس په توګه اوهم یې په پوهنې وزارت کې بیلا بیلې دندې ترسره کړې دي.
نوموړي د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې د فزیک په څانګه کې تر لیسانس کچې زده کړې کړي، چې د پوهنې په برخه کې د ډېرو کلونو تجربه لري.
د لوګر والي محمد اجمل شاه پور د پوهنې نوي ټاکل شوي رئیس ته د دندې د پیل مبارکي ورکړه او هم یې د مخکني سرپرست رئیس کارونه وستایل.
والي د پوهنې له نوي ټاکل شوي رئیس څخه وغوښتل، چې د پوهنې وضعیت د ښه والي او شته ستونزو د هواري لپاره کلکې هلې ځلې وکړي.
د لوګر د پوهنې نوي ټاکل شوي رئیس سید عزیز احمد هاشمي د لوګر اوسېدونکو ته ژمنه ورکړه، چې د پوهنې وضعیت د ښه کېدو او شته ستونزو د هوارولو لپاره به د پام وړ کارونه وکړي.
په یاده غونډه کې د پوهنې د مخکني سرپرست رئیس نثار احمد سیدي کارونه د ولایت مقام، ولایتي شورا او ځینو قومي مشرانو له خوا وستایل شول او د ښه خدمت په بدل کې ستاینلیکونه ور کړل شول.
