د لوګر د پوهنې رياست ته پنځه نوي مديران او يو مسلکي غړى معرفي شول

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۴ - ۱۱:۳۴
د لوګر د پوهنې رياست ته پنځه نوي مديران او يو مسلکي غړى معرفي شول

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست لپاره پنځه نوي عمومي مدیران او يو مسلکي غړى معرفي او خپلې دندې يې په رسمي ډول پيل کړې.

د نوموړو کارکوونکو د معرفي کولو په غونډه کې د پوهنې  رئیس مولوي جنت ګل عزیز، تدریسي مرستیال مولوي عبیدالله هشام، د مالي او اداري چارو مرستیال محمد عارف معاذ، د اسلامي زده کړو مرستیال صدیق الله عزيزي او د دغه ریاست کارکوونکو برخه اخیستې وه.

ياد نوي کارکوونکي د پوهنې وزارت د حکم له مخې په نوموړو دندو باندې د چارو د ښه والي په موخه ګومارل شوې دي.

په ټاکل شوېو کې،عبدالقاهر د داخلي پلټنې،مولوي امان الله د بشري سرچينو،عبدالکريم د مالي او اداري چارو، محمد رفيع د پلان او راپور ورکولو،حبيب نور د خديتوب او مصٶنيت عمومي مديران او عبدالواعظ د نتايجو او شهادتنامو مسلکي غړى شامل دي.

د لوګر د پوهنې رئيس مولوي جنت ګل عزيز له نوېو ټاکل شوېو کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي او خلکو ته د ښه خدمت مصدر وګرځي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS