د لغمان ولایت په تودو سیمو کې د زده کوونکو څلور نیم میاشتنۍ آزموینې پیل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲ - ۱۱:۳۱
د لغمان ولایت په تودو سیمو کې د زده کوونکو څلور نیم میاشتنۍ آزموینې پیل شوې

د پوهنې وزارت، لغمان: د لغمان ولایت د تودو سیمو د یولسم او دولسم ټولګیو څلورنیم میاشتنۍ آزموینې پیل شوې.

په هغه غونډه کې چې د لغمان ولایت د مرکز اړوند د مستوري د نجونو په لیسه کې جوړه شوي وه د ولایت د مقام مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار وویل چې شفافیت، د آزموینې په صحنه کې نظم او دسپلین مراعات کول او حق حقدار ته ورکول زما هیله ده.

همدارنګه د پوهنې رییس عبدالله حمیدي په خپلو خبرو کې لومړۍ ټولو ښوونکو او زده کوونکو ته په بریالیتوب سره د ښوونیز کال د څلور نیمو میاشتو درسي بهیر په بریالیتوب سره پای ته رسیدو له امله مبارکي وویله او د هغوی له کورنیو نه یې مننه وکړه چې دوی ته یې د زده کړو تر سره کولو زمینه برابره کړه.

د لغمان د پوهنې رییس د سیمې په مشرانو غږ وکړ چې د خپلو اړوندو ښوونځیو سره په هره برخه کې چې کولای شي مرسته وکړې. نوموړي وویل له ښوونځیو سره مرسته ستاسو د خپلو اولادونوسره مرسته ده.

د یاونې وړ ده چې د لغمان ولایت د تودو سیمو د زده کوونکو څلور نیم میاشتنی آزموینه په ۹۸ ښوونځيو کې اخیستل کیږي چې ۸۹۸۸ تنه نجونې او هلکان په دې آزموینه کې برخه لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

ننګرهار
د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د یو تن معارف‌دوست شخص له لوري د ۴۱  زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت د نکړخېل لېسې لپاره یو پایه کمپیوټر له پرنټر سره یو ځای وپېرودل شو.

دایکنډي
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۵
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته تعلیمي او سپورټي کڅوړې ووېشل شوې

د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو خیریه بنسټ په مالي مرسته، د ځوانانو ترمنځ د سپورټ ودې په موخه، د مرکزي لېسې ۳۶۰ تنو زده‌کوونکو او د ښار پوهنې آمریت اړوند د ۲۰ بابه ښوونځیو زده‌کوونکو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۳
Background image

په غزني ولایت کې د ۷.۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د تعلیمي بنسټونو پیاوړتیا او د هېواد ټولو ماشومانو ته د زده‌کړو فرصت برابرولو په موخه، د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په شاکي‌نوکه کلي کې د ابوریحان البیروني ښوونځي ودانۍ جوړه او. . .

BACK TO NEWS